عراق ویلي چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ماموریت به د اوسني حکومت په دوره کې پای ته ورسیږي.
د عراق د حکومت ویاند د عراق رسمي خبري اژانس ته ویلي دي چې په هیواد کې د ایتلافي ځواکونو شتون به د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني د حکومت د دورې تر پای ته رسیدو مخکې پای ته ورسیږي.

د عراق او امريکا تر منځ د ګډې پوځي کميټې لومړۍ غونډه د شنبې په ورځ په پلازمينه بغداد کې د نړيوالو ائتلافي ځواکونو د ماموريت د ارزونې په موخه جوړه شوه.
له غونډې وروسته اعلان وشو چې پوځي کارپوهان به په هېواد کې د ائتلافي ځواکونو د شتون د ختمولو په اړه بحثونه وکړي.
ویل شوي چې له دغه هېواد څخه د ایتلافي ځواکونو د وتلو لپاره مهالویش ټاکل کېږي او له عراقه تر وتلو وروسته به د امریکا او په ایتلافي ځواکونو کې د مېشتو هېوادونو ترمنځ اړیکې د "دوه اړخیزو امنیتي اړیکو" په کچه وي.
عراق د جنورۍ په ۲۵ مه اعلان وکړ چې د امریکا له ادارې سره د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د پوځي ماموریت د پای ته رسولو او د ایتلاف د سلاکارانو د تدریجي کمولو لپاره د مهال ویش د جوړولو په اړه موافقه شوې ده.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د امریکا او عراق د حکومتونو ترمنځ د خبرو اترو هغه پړاو چې د ۲۰۲۳ کال له اګست میاشتې راهیسې روان وو، په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی دی.
اړوند خبرونه
د اسرائیلو پوځ په غزه کې د جګړې د دوام پلان تصویب کړ
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د پوځ لوی درستیز هرزي حلوي په غزه کې د جګړې د دوام پلان تصویب کړی دی.