په سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر هډې په برید کې په لسګونو تنو امریکايي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

اردن حکومت : پر امریکايي ځواکونو برید د سوریې پولې ته څېرمه د التنف په پوځي هډه کې  شوی، نه د اردن په خاوره کې

2094418
په سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر هډې په برید کې په لسګونو تنو امریکايي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

اردن ویلي دي چې امریکايي سرتیري د اردن په خاوره کې نه بلکې د سوریې په خاوره کې د اردن پولې ته نږدې د امریکايي ځواکونو پر هډې په برید کې وژل شوي دي. د اردن حکومت هغه ادعاګانو چې ګواکې په اردن کې میشتو امریکايي سرتیرو برید شوی دی ځواب ووایه.

 د اردن حکومت اعلان کړی چې دغه برید چې درې تنه امریکايي پوځیان په کې ووژل شول د دوی په خاوره کې نه، بلکې د سوریې پر پوله د تنیف په هډه کې شوی دی.

د اردن د حکومت ویاند د الملکه ټلویزیون ته په یوه بیان کې ویلي چې په دغه برید کې ۳ امریکايي پوځیان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

ویاند ویلي، چې پر امریکايي ځواکونو برید د سوریې پولې ته څېرمه د التنف په پوځي هډه کې  شوی، نه د اردن په خاوره کې.



اړوند خبرونه