حوثیانو د امریکا د یوې جنګي الوتکې د ویشتو ادعا کړې ده
په یمن کې حوثيانو اعلان وکړ چې دوی د امریکا یوه جنګي بیړۍ په نښه کړې او د عدن په خلیج او باب المندب تنګي کې یې دوه سوداګریزې کښتۍ بیرته ستنیدو ته اړ کړي دي.
په یمن کې حوثيانو اعلان وکړ چې دوی د امریکا یوه جنګي بیړۍ په نښه کړې او د عدن په خلیج او باب المندب تنګي کې یې دوه سوداګریزې کښتۍ بیرته ستنیدو ته اړ کړي دي.
د حوثيانو د پوځ ویاند یحیی سیري ادعا کړې چې دوی د عدن په خلیج او د باب المندب تنګي کې د امریکا له جنګي بېړیو سره د غزې په ملاتړ او په یمن باندې د امریکا او بریتانیا د حملو په ځواب کې په نښتو کې بوخت دي.
سیري وویل چې په سیمه کې د امریکا جنګي کښتیو سره نښتې له ۲ ساعتونو څخه ډیر دوام وکړ ، "موږ د امریکا یوه جنګي کښتۍ په نښه کړه او دوه تجارتي کښتۍ مو بیرته ستنیدو ته اړ کړې."
سیري وویل چې دوی دا بریدونه د بالستیک توغندیو سره ترسره کړي. سیري ادعا وکړه چې ځینې توغندي د امریکا د جنګي بېړیو د ټولو هڅو او مقاومت سره سره خپلو هدفونو ته رسیدلي.
یحیی سیري ویلي چې دوی به په سور سمندرګي کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ اعلان وکړ چې حوثي یاغیانو په سیمه ایز وخت شاوخوا ۲ بجې د عدن په خلیج کې د امریکا بیرغ لرونکي سوداګریز کارګو کښتۍ په لور ۳ د کښتۍ ضد بالستیک توغندي توغولي دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي چې دوه توغندي د امریکا د پوځي کښتۍ لخوا بې په هوا کې ویشتل شوي او نور یې په بحر کې لویدلي دي.