حماس د اسرائیلو د موقتي اوربند وړاندیز رد کړ

د حماس غورځنګ د اسرائیلو لخوا ددوې په لاس کې د ټولو اسرائیلي اسیرانو د خوشې کولو په بدل کې د دوو میاشتو لپاره د بریدونو د درولو وړاندیز رد کړ. حماس ویلي دي چې د بشپړ اوربند نه پرته به په هیڅډول اسرائیلو سره موافقه ونکړي.

2092158
حماس د اسرائیلو د موقتي اوربند وړاندیز رد کړ

د حماس غورځنګ د اسرائیلو لخوا ددوې په لاس کې د ټولو اسرائیلي اسیرانو د خوشې کولو په بدل کې د دوو میاشتو لپاره د بریدونو د درولو وړاندیز رد کړ. حماس ویلي دي چې د بشپړ اوربند نه پرته به په هیڅډول اسرائیلو سره موافقه ونکړي.

د امریکا د «Axios» خبري سایټ په خپل خبر کې ، د اسرائیلي چارواکو په حواله لیکلي دي  چې اسرائیل حماس ته د نوي «اوربند» وړاندیز کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د تل ابیب ادارې د حماس د ټولو بندیانو د خلاصون په بدل کې پر غزې د دوو میاشتو لپاره د خپلو بریدونو د بندولو وړاندیز کړی و.

په خبر کې راغلي دي چې اسرائیل د قطر او مصر له لارې د غزې په تړانګه کې د دایمي اوربند نه بلکې د لنډ مهاله اوربند وړاندیز کړی دی او ویلي یې دي ، که چیرې یوې موافقې ته ورسیږي نو پلان لري چې په لومړي پړاو کې  ښځې او  د ۶۰ کالو نه زیات عمر لرونکي نارینه  یرغمل شوي کسان او هغه کسان چې روغتیايي حالت يي ښه نوي خوشې کړي.

ویل شوي چې په راتلونکو مرحلو کې  به د ۶۰ کلونو عمر نه د ښکته عمر لرونکي ملکي نارینه، ښځینه سرتیرې، اسرائیلي نارینه سرتیري او یرغمل شوو کسانو جسدونه وسپارل شي.  

په خبر کې دا هم ویل شوي چې اسرائیل او حماس به مخکې له مخکې پر دې موافقه وکړي چې د هر اسراییلي زنداني په بدل کې به څومره فلسطینیان خوشې کوي او بیا به پر دغو نومونو یو په بل پسې خبرې کوي.

د اسرائیلي چارواکو د وینا له مخې په غزه کې ۱۳۶ اسرائیلي بندیان دي.

له بلې خوا د حماس د رسنیو مسؤول ولید کیلاني ویلي، د مقاومت اساسي شرط دا دی چې جګړه په موقتي ډول نه بلکې په بشپړه توګه ودرول شي. همداشان  د بندیانو د تبادلې، اعمار او د مرستو د ننوتلو په اړه به خبرې وروسته وشي. "

کیلاني وویل چې په مطبوعاتو کې یې داسې خبرونه اوریدلي چې اسرائیلو په دې برخه کې وړاندیز کړی خو تر اوسه یې کوم رسمي وړاندیز حماس ته نه دی رسیدلی.

کیلاني د دې په بیانولو سره چې د اسرائیلو لخوا وړاندې شوی وړاندیز د حماس لپاره د منلو وړ نه دی. هغه زیاته کړه چې ،

د حماس مقاومت دایمي اوربند غواړي، لنډمهاله  اوربند وړاندیزونه ردوي. د حماس اساسي شرط دا دی چې جګړه په موقتي توګه نه، بلکې په بشپړه توګه ودرېږي. له دې وروسته به د نورو دوسیو لکه د بندیانو تبادله، بیارغونه او د مرستو د ننوتلو په اړه خبرې کېږي. د مقاومت (حماس) اساسي شرط دايمي او هراړخيز اوربند دی.



اړوند خبرونه