عراق له ایران څخه د ملګروملتونو سازمان د امینت شورا ته شکایت وکړ

د عراق حکومت په اربیل د ایران د بالستیک توغندیو د بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا  او ملګرو ملتونو ته شکایت کړی.

2089652
عراق له ایران څخه د ملګروملتونو سازمان د امینت شورا ته شکایت وکړ

د عراق حکومت په اربیل د ایران د بالستیک توغندیو د بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا  او ملګرو ملتونو ته شکایت کړی.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي، د ایران د توغندیو د بریدونو په اړه چې د عراق د اربیل ښار يي  په نښه  کړی او بې ګناه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او عامه او خصوصي تاسیساتو ته زیان رسولی دی د ملګرو ملتونو سازمان  امنیت شورا او ملګرو ملتونو سازمان  ته شکایت کړی دی.

 د بله پلوه د اربیل والي امید حشناو ویلي چې دوی یو ځل بیا دا "ناحقه او ظالمانه برید" چې هیڅ توجیه نه لري په کلکه غندي چې له امله يي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.  همداشان هغه ددې بریدونو له امله په اربیل ښار کې درې ورځنی عمومي ماتم اعلان کړی دی.

د عراق د کردستان د سیمه ایز حکومت لومړی وزیر مسرور بارزانی هم پرته د کوم دلیل نه  په اربیل باندې د بالسټیک توغندیو برید بزدلانه حمله وبلله او ویې ویل: دغه بې اساسه حملې باید په هیڅ صورت بې ځوابه پاتې نشی. د بله پلوه د کردستان د ډیموکراتیک ګوند  مشر مسعود بارزاني هم د دغو بریدونو په اړه توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي: «موږ به نور د دې بې عدالتۍ او ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شو. "اوس زموږ د صبر کاسه ډکه شوې."

د عراق د کردستان  امنیت شورا خبر ورکړی و چې د دوشنبې په شپه د ایران د انقلابي ګارډ د پوځ له خوا په اربیل کې پر ګڼو ملکي میشت ځایونو د څو بالستیک توغندیو په بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د ایران د انقلابي ګارډ قول اردو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د سوریې په خاوره کې د داعش ترهګرې ډلې هدفونه او همدارنګه په اربیل کې د اسرائیلو د بهرنۍ استخباراتي ادارې موساد مرکزونه په بالستیک توغندیو په نښه شوي دي.



اړوند خبرونه