د امینت شورا په غزه کې د دوامداره اوربند په اړه پر لایحې رای اچونه کوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د روانو نښتو د سمدلاسه بندولو او دوامداره اوربند د غوښتنې په اړه یو ځل بیا رای اچونه کیږي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د روانو نښتو د سمدلاسه بندولو او دوامداره اوربند د غوښتنې په اړه یو ځل بیا رای اچونه کیږي.
رایه اچونه به نن د دوشنبې ورځ ترسره شي.
تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ۱۹۳ هېوادونو له ډلې ۱۵۳ استازو په غزه کې د «بشري اوربند» د غوښتنې ملاتړ وکړ، خو د امریکا متحده ایالتونو د اوربند غوښتنه رد او ویتو کړه.
د اوربند نوې لایحه چې د متحده عربي اماراتو لخوا چمتو شوی، د "غزې تړانګې ته د خوندي او بې خنډه بشردوستانه لاسرسي ډاډ ترلاسه کولو او د دښمنۍ سمدستي بندونو او دوامداره اوربند" غوښتنه کوي.
دغه لایحه چې په سیمه کې د دوو دولتونو د حل ملاتړ کوي، د فلسطیني ادارې تر چتر لاندې د غزې تړانګې او لویدیځې غاړې د یووالي پر اهمیت هم ټینګار کوي.
که څه هم د امنیت شورا د غزې په اړه چې د جګړې له پیل راهیسې تر محاصرې لاندې ده شپږ ځلې رای اچونه کړې خو یوازې یو پریکړه لیک یې تصویب کړ. د "بشري اوربند" لپاره دا دوه غوښتنې د امریکا د ویټو په پایله کې رد شوې.
د امریکا ولسمشر جو بایډن اسرائیلو ته خبرداری ورکړی چې پر غزې د بې توپیره بمباریو له امله ښايي نړیوال ملاتړ له لاسه ورکړي.
د امنیت شورا پریکړه لیکونه د تخنیکي پلوه پابند ګڼل کیږي، مګر ډیری وختونه په پروسه کې د ګډون کونکو هیوادونو لخوا له پامه غورځول کیږي.