د ملگروملتونو سازمان د بشري حقونو کمشنر: په غزه کې د قیامت په څیر وضعیت دی

د بشري حقونو کمشنر : د غزې موجود بحران او قتل عام و مخنیوي وړ وو

2073680
د ملگروملتونو سازمان د بشري حقونو کمشنر: په غزه کې د قیامت په څیر وضعیت دی

د اسرائیلو لخوا په غزې تړانګه د بریدونو‌ د پیلیدو‌ نه راپدیخوا، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک په غزه کې د روانو حالاتو په اړه خبرې وکړې.

ترک وویل "هیڅ ځای خوندي نه دی. هغه وویل، «اوس مهال د ۲.۲ میلیونو فلسطینیانو له جملې څخه شاوخوا ۱.۹ میلیونه بې ځایه شوي دي او د غزې په جنوبي سیمو کې په ناپاکو او غیر صحي شرایطو کې ژوند کوي.»

ترک  د اسرائیلو او حماس ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه، او ټینګار یی وکړ چې په غزه کې فلسطینیان په "ډیره بدو او قیامت" په شرایطو کې ژوند کوي او وویل "هغه ناورین او بد وضعیت چې موږ یی په غزه کې شاهدي کولو دا په بشپړ ډول د وړاندوینې او مخنیوي وړ و. زما بشردوستانه همکارانو وضعیت په بشپړ ډول  "قیامت" په توګه بیان کړی.

هغه وویل، "په داسې شرایطو کې، د  وحشیانه او ظالمانه جرمونو خطر لوړ دی."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ترک د تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسولو او د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه او ویې ویل: «زه د یوه بیړني ګام په توګه د دښمنۍ د سمدستي بندولو او د ټولو یرغمل شویو د خلاصون غوښتنه کوم. ټولې خواوې په دې پوهیږي چې د فلسطین او اسرائیلو د خلکو د سولې او امنیت د تامین لپاره په حقیقت کې څه ته اړتیا ده؛ تاوتریخوالی او غچ یوازې د نفرت او افراطیت لامل کیدی شي. هغه وویل، "د موجودی کړاونو کړاو د پای ته رسولو یوازینۍ لار د اشغال پای ته رسول او د دوه دولتونو حل ته رسیدل دي


پيوندونه: #بشري حقونه , #غزه

اړوند خبرونه