په غزه کې ۴ ورځني لنډ مهاله اوربند پيل شو.
د حماس او اسرائیلو ترمنځ د هوکړې له مخې، څلور ورځنی بشري وقفه به په موقتي توګه پر غزې بریدونه ودروي او د بندیانو تبادله او بشري مرستې به پیل کړي.
په غزه کې ۴ ورځني لنډ مهاله اوربند پيل شو.
د حماس او اسرائیلو ترمنځ د هوکړې له مخې، څلور ورځنی بشري وقفه به په موقتي توګه پر غزې بریدونه ودروي او د بندیانو تبادله او بشري مرستې به پیل کړي.
د قطر د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د اعلان شوي توافق له مخې، وروسته له دې چې اسرائیل او حماس په غزه کې نښتې ودروي، غزې ته د بشري مرستو لېږد به د رفاح سرحدي دروازې له لارې پیل شي.
د غزې په تړانګه کې د یوې اسرائیلي کورنۍ ۱۳ ښځې او ماشومان چې په لومړۍ ورځ به خوشې شي په سیمه ییز وخت د مازیګر په ۴ بجو به د رفاح سرحدي دروازې په لور حرکت وکړي. د سره صلیب نړیواله کمیټه به د بندیانو لوژستیک چمتو کړي. نوموړي بندیان به په مصر کې اسرائیلي چارواکو ته وسپارل شي. د اسرائیلو خاورې ته له انتقال وروسته به په روغتون کې د هویت، روغتیا او نورو معایناتو څخه تیر شي.
ویل شوي چې د فلسطیني بندیان به د اسرائیلي بندیانو د معایناتو د بشپړیدو نه وروسته ، د اشغال شوې لویدیځې غاړې په عفر پوځي زندان کې راټول کړی شي.
په لومړي ورځ د خوشې کیدونکو فلسطيني بنديانو چې شمېر او هويت يې لا نه دى په ډاګه شوى، بيتتونيه پوستې ته د وړل کیدو نه وروسته ا فلسطيني چارواکو ته به وسپارل شي.
تمه ده چې د ۵۰ اسرایلیانو په بدل کې به ۱۵۰ فلسطینیان له خپلو کورنیو سره یو ځای شي چې په څلورو ورځو کې به خوشې شي.
د خوشې شویو بندیانو خپلوان به د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د څه باندې ۶ زره ۱۵۰ ماشومانو او تر ۴ زرو نه د زیاتو ښځو په ګډون د ۱۴ زره ۸۵۴ فلسطینیانو د وژل کېدو له امله لمانځنه ونه کړي.