قطر اعلان وکړ چې اسرائیل او حماس په غزه کې د موقت اوربند په اړه سره په تفاهم ورسیدل

د اسرائیلو حکومت اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې یې د حماس له غورځنګ سره د بندیانو د تبادلې تړون او څلور ورځنی موقت اوربند منلی دی.

2067207
قطر اعلان وکړ چې اسرائیل او حماس په غزه کې د موقت اوربند په اړه سره په تفاهم ورسیدل

د اسرائیلو حکومت اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې یې د حماس له غورځنګ سره د بندیانو د تبادلې تړون او څلور ورځنی موقت اوربند منلی دی.

د اسرائیلو د لومړي وزیر د رسنیو دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې ،  دا پریکړه د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په مشرۍ  د کابینې په غونډه  کې تصویب شوه  چې د بندیانو د تبادلې د موافقې په اړه د خبرو کولو لپاره جوړه شوې وه.

په بیان کې ویل شوي، "په پام کې ده چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۰ یرغمل شوي کسان په څلورو ورځو کې خوشې شي او په دې موده کې به د یرغمل نیونې لړۍ ودرول شي."

په بیان کې ویل شوي چې "د هرو ۱۰ بندیانو خوشې کول به اجازه ورکوي چې جګړه د یوې بلې ورځې لپاره وځنډول شي."

د اسرائیلو په وینا، په غزې تړانګه کې د حماس د وسله والې څانګې قسام ځواکونو له خوا ۲۳۹ اسرائیليان اسیر نیول شوي دي.

د فلسطیني مقاومت غورځنګ حماس له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د قطر او مصر په منځګړیتوب له اسرائیلو سره د اوږدمهاله خبرو اترو په پایله کې د موقت اوربند هوکړه شوې ده.

د هوکړې له مخې ویل شوي چې "د اسرائیلو په زندانونو کې ۱۵۰ فلسطینیان به د ۵۰ اسراییلي بندیانو په بدل کې خوشې کېږي" او دا چې په دغو بندیانو کې به د دواړو غاړو له ۱۹ کلونو کم عمره ښځې او ماشومان شامل وي.

د هوکړې له مخې ویل شوي چې اوربند به څلور ورځې دوام وکړي او په سلګونو لارۍ چې د بشري مرستو مواد او د سونګ موادو باندې بار دي غزې تړانګې ته ننوځي او د غزې تړانګې هرې سیمې ته  د شمال او جنوب په پام کې نیولو پرته به تیل او مرستندویه مواد له استثنا پرته انتقالیږي.

سربیره پر دې په بیان کې ویل شوي چې د اوربند په موده کې به د غزې تړانګې په جنوب کې هره ورځ د سهار له لسو بجو څخه تر  مازیګر ۴ بجو پورې او په شمال کې به هره ورځ د سهار له لسو بجو څخه تر مازیګر ۴  بجو پورې هوایي تګ راتګ بند وي او اسرائیلي ځواکونه به یې اطاعت کوي. د غزې په ټوله سیمه کې به نیول او برید کول هم بند وي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې له شمال څخه تر جنوب پورې د صلاح الدین سړک په اوږدو کې به د خلکو د تګ راتګ ازادي تضمین شي.

له بلې خوا د قطر ادارې اعلان کړی چې په ۲۴ ساعتونو کې به د اسرائیلو او حماس تر منځ په شخړو کې د بشردوستانه وقفې د پیلیدو اعلان وکړي.


پيوندونه: #اوربند , #اسرائیل , #غزه

اړوند خبرونه