په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر هډې د بالستیک توغندي برید شوی

په عراق کې د امریکا پر پوځي هډې بریدونه دوام لري.

2067351
په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر هډې د بالستیک توغندي برید شوی

په عراق کې د امریکا پر پوځي هډې بریدونه دوام لري.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) مرستیال ویاندې سبرینا سنګ نن سهار په عراق کې د امریکا پر پوځي هډې د برید په اړه معلومات ورکړل.

د سنګ لخوا په خپور شوي بیان  کې ویل شوي چې د ایران ملاتړو ډلو په عراق کې د عین الاسد په پوځي هډه چې امریکا او متحدین یې پکې ځای پر ځای دي، د لنډ واټن ویشتونکو بالستیک توغندیو په وسیله برید کړی.

د معلوماتو له مخي په دغه برید کې ځیني امریکايي سرتیري په خفیف ډول ټپیان شوي او ودانیو ته لږ زیان اوښتی دی.

د يادونې وړ ده چې د امريکا پوځ له پېښې وروسته د ايران ملاتړو ډلو ته د AC-130 ډوله جنګي الوتکو په واسطه ځواب ورکړ.

په راپور کې ویل شوي، چې د اکتوبر له ۱۷مې راهیسې پر امریکايي ځواکونو ټولټال ۶۶ بریدونه شوي، چې ۳۲ یې په عراق او ۳۴ یې په سوریه کې شوي دي.

ویل شوي چې په دې بریدونو کې ۶۲ تنه ټپیان شوي دي.



اړوند خبرونه