د اسرائیلو او حماس ترمنځه د موقتي اوربند نیټه معلومه شوه
د حماس د نړیوالو اړیکو د دفتر مشر موسی ابو مرزوق اعلان وکړ چې له اسرائیلو سره د جګړې د بشري وقفې لپاره شوې موافقه به سبا په سیمه ییز وخت لس بجې پیل شي.
د حماس د نړیوالو اړیکو د دفتر مشر موسی ابو مرزوق اعلان وکړ چې له اسرائیلو سره د جګړې د بشري وقفې لپاره شوې موافقه به سبا په سیمه ییز وخت لس بجې پیل شي.
ابو مرزوق د الجزیرې مبشر ټلویزیوني چینل ته په خپله وینا کې یادونه وکړه چې د خوشې کیدونکو ۵۰ بندیانو ډېری یې بهرني اتباع دي او د اسرائیلو په زندانونو کې د هر زنداني په بدل کې ۳ تنه فلسطینیان به خوشې شي.
ابو مرزوق د دې په بیانولو سره وویل چې دوی زندانیان په زندانونو کې نه بلکې د فلسطینیانو په کورونو کې ساتي. د همدې امله د اسرائیلو لخوا پر فلسطیني کورونو د بمباریو له امله یو زیات شمیر بندیان هم وژل شوي دي.ابو مرزوق ټینګار وکړ چې اسرائیل "انسانیت نلري" او ویې ویل چې دوی په اسرائیل فشار راوړی چې د بشري مرستو ته اجازه ورکړي. دا مرستې به ټولې غزې تړانګې ته ورسیږي.
ابو مرزوق ویلي چې دوی د اسرائیلو په زندانونو کې ټول فلسطیني بندیانو ته ډاډ ورکړی چې خوشې به شي.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ایلی کوهن د اسرائیلو د پوځ راډیو سره په مرکه کې اعلان وکړ چې د بندیانو لومړۍ ډله به سبا د حماس سره د پخلاینې په چوکاټ کې خوشې شي او جګړې ته به بشري وقفه ورکړي.
کوهن وویل چې نښتې به د ۴ ورځو لپاره وځنډول شي، دا "اوربند" نه دی.
د اسرائیلو حکومت اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې یې د حماس له غورځنګ سره د بندیانو د تبادلې او څلور ورځنی موقت اوربند منلی دی.
اړوند خبرونه
د اسرائیلو پوځ په غزه کې د جګړې د دوام پلان تصویب کړ
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د پوځ لوی درستیز هرزي حلوي په غزه کې د جګړې د دوام پلان تصویب کړی دی.