د حماس مشر : د اسرائیلو سره د اروبند هوکړې ته نږدې شوي یو.
د حماس مشر اسماعیل هنیه ویلي، دوی له اسرائیلو سره د اوربند هوکړې ته نږدې شوي او قطر ته یې چې په دې مسله کې منځګړیتوب کوي خپل ځوابونه استولي دي.
د حماس مشر اسماعیل هنیه ویلي، دوی له اسرائیلو سره د اوربند هوکړې ته نږدې شوي او قطر ته یې چې په دې مسله کې منځګړیتوب کوي خپل ځوابونه استولي دي.
د حماس د ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه د ټولنیزې مډیا له لارې د اوربند په اړه څرګندونې کړي دي.
هنيه وويل، "حماس په قطر کې خپلو وروڼو او منځګړو ته ځواب ورکړ. موږ د اوربند هوکړې ته نږدې شوي يو."
د حماس د سیاسي دفتر غړي عزت الریشک هم د الجزیرې ټلویزیون ته له اسرائیلو سره د احتمالي اوربند په اړه څرګندونې وکړې.
الریشک وویل، "اوس دا په قطر پورې اړه لري. دوی به له اسرائیلو سره د احتمالي اوربند موافقه اعلان کړي. د موافقې جزیات به په راتلونکو ساعتونو کې اعلان شي."
رشک ویلي، چې د هوکړې له مخې، د غزې تراړې ته د مرستو د ننوتلو او له دواړو غاړو د ښځو او ماشومانو د خلاصون په بدل کې پر اوربند خبرې وشوې.
په داسې حال کې چې د حماس وسله والې څانګې، عزالدین القسام لوا د اکتوبر د اوومې نېټې په سهار د فلسطینیانو او د هغوی د سپېڅلو ارزښتونو په ځانګړې توګه د مسجد الاقصی په وړاندې د اسرائیلو د پرله پسې سرغړونو په ځواب کې، پراخ برید پیل کړ. اسرائیلو پوځ هم د غزې په تړانګه سختې هوايي بمبارۍ پیل کړې.
د غزې د حکومت د معلوماتو له مخې، د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې د غزې په تړانګه کې د ۵۶۰۰ ماشومانو او ۳۵۵۰ ښځو په ګډون ۱۳۳۰۰ کسان وژل شوي دي.
د اکتوبر له اوومې راهیسې په اشغال شوې لویدیځه غاړه او بیت المقدس کې د اسرائیلي ځواکونو او یهودانو په بریدونو کې ۲۱۷ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اسراییلو پوځ په غزه کې په لسګونو روغتونونونه په نښه کړي، چیرې چې په لسګونو زره ټپیان او ملکي وګړي پدې روغتونونو کې ځای پرځای شوي وو. دوی د اشغال پر مهال په ځینو روغتونونو چاپه وهلې. په دغو بریدونو کې په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي.
د اکټوبر له اتمې راهیسې په پوله کې د اسرائیلي پوځ او حزب الله تر منځ په نښتو کې د حزب الله ۷۶ غړي وژل شوي دي.
اړوند خبرونه
د اسرائیلو پوځ په غزه کې د جګړې د دوام پلان تصویب کړ
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د پوځ لوی درستیز هرزي حلوي په غزه کې د جګړې د دوام پلان تصویب کړی دی.