د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د قطر امیر : د فلسطین پر وړاندې دوه ګوني معیارونه زمونږ لپاره د منلو وړ ندي

2055140
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی او ټینګار یې کړی، چې اسرائیلو ته باید د وژلو بې حده واک ورنکړل شي.

د اسرائیلو او حماس ترمنځ له ۱۸ ورځو راهیسې جګړه روانه ده. له تېرو ۳ ورځو راهیسې ۳ مرستندویه کاروانونه د رفاح سرحدي دروازې له لارې غزې ته رسېدلي دي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې په غزه کې چې ۲.۳ میلیونه خلک ژوند کوي  د خوراکي توکو، اوبو او د سونګ موادو زیرمې له منځه تللي، د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره به په ورځ کې شاوخوا ۱۰۰ لاریو ته اړتیا وي.

په سلګونو ناروغان په ځانګړې توګه په روغتونونو کې  د تیلو زیرمې د کمیدو او خلاصیدو له امله د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي.

له بلې خوا پر غزې د اسرائیلو سختې بمبارۍ او د ځمکنیو عملیاتو چمتووالی دوام لري.

الثاني وویل، موږ دوه ګونی معیارونه نه منو او د فلسطیني ماشومانو له ژوند سره داسې چلند کول چې ګواکې دوې هیڅ هویت او څیره نلري  معامله کول په هیڅډول د منلو وړ ندي.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو ولسي وګړو شمېر ۵ زره ۸۷ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۱۵ زره ۲۷۳ ته رسېدلی دی. وزارت اعلان کړی چې په وژل شویو کسانو کې ۲۰۵۵ تنه ماشومان، ۱۱۱۹ تنه ښځې او ۲۱۷ تنه بوډاګان دي.



اړوند خبرونه