په غزه کې پر روغتون د برید نه وروسته د فلسطین ولسمشر د جو بایدن سره لیدنه لغوه کړه

د فلسطین ولسمشر محمود عباس په غزه کې پر روغتون برید یو وحشتناک جنایت وباله او ویې ویل اشغالګر حکومت له ټولو سرو کرښو خپه واړوله.

2052552
په غزه کې پر روغتون د برید نه وروسته د فلسطین ولسمشر د جو بایدن سره لیدنه لغوه کړه

د فلسطین ولسمشر محمود عباس په غزه کې پر روغتون برید یو وحشتناک جنایت وباله او ویې ویل اشغالګر حکومت له ټولو سرو کرښو خپه واړوله.

عباس د فلسطین له رسمي ټلویزیوني چینل سره په خبرو کې وویل، چې پر روغتون له برید وروسته یې اردن کې خپل سفر په نیمايي کې پرې  او خپل هېواد ته راستون شو.

عباس د اسرائیلو دا خبره رد کړه چې ګواکې دا برید د فلسطینیانو سره تړاو لري.

"په غزه کې پر روغتون برید د اسرائیلو لخوا ترسره شوی. دا د نه بخښلو وړ جنایت دی.  اشغالګر حکومت له ټولو سرو کرښو خپه واړوله. موږ به دوی ته اجازه ورنکړو چې د دې لپاره له مجازاتو او تحقیقاتو څخه وتښتي."

عباس د دې په بیانولو سره چې هغه د مصر او اردن سره د پیښې په اړه لیدنه کړې، اعلان وکړ چې هغه په ​​​​عمان کې څلور اړخیزه سرمشریزه لغوه کړه چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن په ګډون پلان شوی وه. عباس زیاته کړه ،

"زه غواړم چې اسرائیلو څخه ددې جنایت حساب وپوښتل شي  او زموږ خلک د نړیوال خوندیتوب لاندې ونیول شي. دا بریدونه او زموږ د خلکو پروړاندې دا جنایتونه باید ودرول شي. موږ به اجازه ورنکړو چې په ۲۱ مه  پیړۍ کې دویمه نقبه  ترسره شي ، که څه هم فداکاري‌‌ او قرباني‌ هر څومره لویه وي‌ خو بیا به هم  موږ به د وینې تویدنې د مخنیوي لپاره هر څه وکړو."

عباس وويل: "دوي زمونږ خلک د نړۍوال خوندیتوب لاندې د نیولو په خاطر په لسګونو پرېکړې کړي‌ دي‌  خو عملي يي پرې ندی کړی. ځکه امريکا نه غوښتل، چې عملي شي."

محمود عباس په دې باندې په تاکید سره چې یو ځل بیا به اجازه ورنکړي‌ چې د فلسطین خلک له خپل کور او کورونو وشړل شي.  د فلسطین خلک به پخپل وطن او خاوره کې په هسکه غړۍ پاتې کیدو ته دوام ورکړي .

عباس دا غوښتنه هم وکړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې خپل مسوولیت ادا کړي او "ټول وژنې وغندي او جګړه ودروي."

د ویلو ده چې په غزه کې په روغتون باندې د اسرائیلو د برید په پایله کې ۵۰۰ تنه مړه شوي او په سلګونو تنه نور ټپيان شوي‌ دي.



اړوند خبرونه