اسرائیل پر غزې د فاسفورس ممنوع بمونو سره برید کړی دی

د بشري حقونو نه د څار سازمان ویلي دي چې  اسرائیل د اشغال لاندې فلسطین او لبنان کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې په نړیواله کچه ممنوع سپین فاسفورس بمونه استعمال کړي دي.

2050431

د بشري حقونو د څار سازمان  د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم ایکس له لارې په خپور کړي یوه بیان کې ویلي، "اسرائیلو په غزه او لبنان کې په خپلو پوځي عملیاتو کې سپین فاسفورس کارولی، چې ملکي وګړي یې د جدي او اوږدمهاله ټپونو له خطر سره مخ کړي."

په بیان کې یادونه شوې چې سپین فاسفورس د نه زغملو وړ سوځیدنې رامنځته کوي او کولی شي کورونه وسوځوي او ټینګار یې کړی چې په ګڼ میشته سیمو کې د سپین فاسفورس کارول د قانون خلاف دي.

دفلسطین دبهرنیو چارو دوزارت په X سوشل میډیا باندې په خپور شوي بیان کې ویلي دي: « اسرائیل د اشغال لاندې د فلسطین په خاوره  په نړیواله کچه ممنوع سپین فاسفورس استعمال کړي دي.

 د بله پلوه د لبنان حزب الله اعلان وکړ چې د اسرائیلو پوځی پوسته چې د سرحد په جنوب کې د دحیرا ښارګوټی ته څیرمه موقعیت لری، د توغندیو په وسیله په نښه کړې ده.

د لبنان د رسمي خبري آژانس د خبر له مخې، د یادولو ده چې د توغندي له توغولو لږ وروسته د دحیرا شاوخوا سیمه د توپونو په ډزو سره په نښه شوې  او د یارین ښار شاوخوا سیمه د فاسفورس بمونو په وسیله په نښه شوه.

اړوند خبرونه