د سعودي عربستان یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ

په سعودي عربستان کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط په پایله کې دوه پیلوټانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

2016829
د سعودي عربستان یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ

په سعودي عربستان کې یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.

 په سعودي عربستان کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط په پایله کې دوه پیلوټانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس SPA د دفاع وزارت د ویاند ترکي المالکي له قوله لیکلي دي ، د هیواد په سویل لویدیځ کې د خمیس مشیط په ښار کې د ملک خالد په هوايي اډه کې د هوايي ځواک اړوند یوې اف ۱۵  ډوله جنګي الوتکې د روزنې په سیمه کې سقوط  شوه .

پدې پيښه کې د الوتکې دواړو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

مالکي دا هم ویلي، چې د الوتکې د سقوط لامل معلوم ندی او  په اړه د څېړنو لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې ده.



اړوند خبرونه