اسرائیلو پر غزې د عملیاتو د دوام پریکړه وکړه
د اسرائیلو لخوا د مې په ۹ مه د غزې په تړانګه کې د پيل شوو بريدونو په نتیجه کې اوسه د وژل شويو فلسطينيانو شمېر ۲۹ تنو ته رسېدلی دی.

د اسرائیلو لخوا د مې په ۹ مه د غزې په تړانګه کې د پيل شوو بريدونو په نتیجه کې اوسه د وژل شويو فلسطينيانو شمېر ۲۹ تنو ته رسېدلی دی.
په غزه کې د روغتیا وزارت د بیان له مخې په غزې باندې د اسرائیلي پوځیانو په بریدونو کې یو بل فلسطینی هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د یوه بل تن فلسطینی په وژل کېدو سره د تېرو درېیو ورځو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۹ ته ورسېد او د ټپیانو شمېر له ۹۰ تنو نه واوښت.
د اسرائیلي پوځ له خوا په خپرو شویو فلمونو کې ښکاري چې د استوګنې سیمو ته نږدې ځایونه په هوايي بریدونو کې په نښه شوي دي.
په همدې حال کې له غزې څخه په اسرائیلو د توغندیو او هاوان بریدونه هم دوام لري.
د اسرائیلو پوځ ویلي چې تر اوسه له غزې څخه شاوخوا ۸۰۰ راکټونه او د هاوان مرمۍ د اسرائیلو پر لور توغول شوي، چې ۶۲۰ یې د اسرائیلو د پولو تیر شوي او پاتې ۱۷۹ راکټونه د هوايي دفاعي سیستم لخوا په هوا کې شنډ او له منځه وړل شوي دي .
پوځ همداراز اعلان کړی چې په غزه کې یې ٔد اسلامي جهاد اړوند ۱۹۱ نقطې په نښه کړي دي.
د اسرائیلو او فلسطیني ډلو تر منځ د اوربند خبرو لا هم کومه نتیجه نه ده ورکړې.
د بله پلوه د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر یوف ګالنټ پریکړه وکړه چې د غزې پر خلاف پیل شوي "پوځي عملیاتو" ته دوام ورکړي.
له جګپوړو قوماندانانو سره له امنيتي کتنې وروسته نتنياهو او ګالنټ اسرائيلي پوځ ته امر وکړ چې په غزه کې د اسلامي جهاد غورځنګ ته درانه زيانونه وراړوي.