د افراطي یهودانو لخوا پر مسجدالاقصی بریدونه دوام لري
۱۵۳۱ تنه افراطي یهودان د اسرائيلي ځواکونو تر کلک امنیت لاندې په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د الاقصی جومات انګړ ته په زور ته داخل شوي دي.
۱۵۳۱ تنه افراطي یهودان د اسرائيلي ځواکونو تر کلک امنیت لاندې په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د الاقصی جومات انګړ ته په زور ته داخل شوي دي.
د اپریل د ۵ او ۱۳ نیټو ترمنځه د فسحې د جشن له امله افراطي یهودان د مسجد الاقصی پر ضد د بریدونه دوام کوي.
په داسې حال کې چې اسرائیلي پولیسو نن د هغو افراطي یهودانو ډیر کلک امنیت نیولی وو چې په ډله ایزه توګه د مسجد الاقصی انګړ ته داخلیدل. د بله د قبلې مسجد شاوخوا چې مسلمانان پکې عبادت کوي ډیر زیات پولیس او امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي
دي.
د مسجدالاقصی مسئول د فلسطين اسلامي بنسټ د ادارې له خوا په خپور شوي بيان کې ويل شوي چې تر اوسه پورې د افراطي یهودانو ۲۳ جلا جلا ډلو چې ۱۵۳۱ تنه کیږي د اسرائیلو د پولیسو او امنیتي ځواکونو د کلک امنیت لاندې په مسجدالاقصی چاپه اچولې ده .
په مسجدالاقصی کې بیا مسلمانان د افراطي یهودانو پر خلاف خپل غبرګون په جماعت سره د لمونځ په ادا کولو سره ښايي.
د اسرائیلو پولیسو تېره اوونۍ پرله پسې دوه شپې په الاقصی جومات کې د مسلمانانو پر ضد له بې تناسبه ځواک ، غږیزو بمونو، ربړي ګولیو او ډنډو کار واخیست . په سلګونو تنو لمونځ کوونکي ونیول.
د اسرائیلو دې ضد انساني او ضد اخلاقي چلند او په مسجدالاقصی بریدونو په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو سخت غبرګونونه وپارول.
په مسجدالاقصی باندې د یهودانو د بریدونو د ډیریدو سره فلسطینیانو د نړۍ د مسلمانانو نه د روژې په میاشت کې په اقصی جومات کې د اعتکاف غږ وکړ.
د بله پلوه ۱۵ تنو افراطي یهودیانو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د ملي امنیت وزیر ایتامار بین ګویر ته لیکونو په استولو د فسحې په د جشن له امله په الاقصی جومات کې قربانۍ د اجازې ورکولو غوښتنه کړې ده . همداشان نوموړی غوښټنه کړې ، هغه چا چې دا قرباني وکړه هغوې ته باید ۵۵۰۰ ډالره انعام ورکړل شي.