په قاهره کې په روغتون کې اورلګیدنه رامنځته شوې
د مصر په پلازمینه قاهره کې په یو روغتون کې د اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
1940914
د مصر په پلازمینه قاهره کې په یو روغتون کې د اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مصري چارواکیو په وینا په پلازمینه قاهره کې د یوه روغتون د راډیولوژي په څانګه کې اور لګیدنه رامنځته شوه چې په نتیجه کې ۳ تنه مړه او ۳۲ تنه ټپیان شول.
د پېښې ځای ته ګڼ شمېر اور وژونکي او امبولانسونه واستول شول او ټپيان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د مصر د روغتیا وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې روغتون د یوې غیر دولتي ادارې اړوند وو او اورلګیدنه تر کنټرول لاندې نیول شوې ده. که څه هم تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.
د مصر د روغتیا وزارت ویلي دي چې پدې پیښه کې ۳ تنه مړه او ۳۲ تنه نور ټپيان شوي دي خو ټپیانو د روغتیايی حالت په اړه څه ندي ویل شوي.