سعودي عربستان : پر هیواد يي لګول شي ټول بې بڼسټه تورونه ردوي
سعودي عربستان ټول هغه تورونه رد کړل چې ګواکې دوې د اوکراین په جګړه کې د روسیې نه ملاتړ کوي
د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان ویلي چې د اوپیک پلاس ډلې لخوا د ورځني تیلو تولیداتو کچه د دوه میلیونه بیلرو د کمولو د پریکړې له امله سعودي عربستان د اوکراین پر خلاف د روسیې په جګړه کې د روسیې نه پر ملاتړ تورن شوی دی چې دا د حیرانتیا خبره ده.
شهزاده بن سلمان په خپل ټویټر پاڼه کې په خپور کړي یوه بیان کې ویلي ،
"مونږ حیران یوو چې سعودي عربستان د اوکراین او روسیې په جګړه کې د مسکو په ملاتړ تورن شو. د یادولو وړ ده چې دا بې بنسټه تورونه د اوکراین د حکومت له خوا نه دي لګول شوي . که څه هم د اوپک پلاس ډلې پریکړه یوازې د اقتصادي دلایلو له امله شوې وه خو ځینو سعودي عربستان د روسیې په ملاتړ تورن کړ چې دا د حیرانتیا وړ خبره ده.
شهزاده بن سلمان په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ،
"ایران هم د اوپیک غړی دی، نو ایا دا د دې معنی ده چې سعودي عربستان د ایران همملاتړ کوي؟"
د ویلو ده چې د اوپیک او ددې ډلې نه بهر د تیلو ځینو تولیدونکو هیوادونو نه جوړې د اوپیک پلاس د انرژۍ او تیلو وزیرانو د اکتوبر په ۵ نیټه د اتریش په پلازمینه ویانا کې په جوړه شوې غونډه کې پریکړه وکړه چې د نوامبر تر میاشتې پورې د تیلو ورځنی تولید ۲ ملیون بېرله کم کړي.
د بله پلوه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم د اکتوبر په ۱۴ اعلان وکړ چې دوی د اوپیک پلاس ډلې له پریکړې وروسته په دوی باندې لګول شوي ټول تورونه په کلکه ردوي.
په بیان کې راغلي دي چې دا پریکړه د سعودي عربستان نه بلکې د اوپیک پلاس د ډلې پریکړه ده.