د بغداد تر ټولو پر مهمې سیمې د توغندیو ۹ بریدونه شوي
د بغداد په ګرین زون سیمې ۹ توغندي لګیدلي دي
1892414
د عراق په پلازمینه بغداد کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه مخکې د بغداد په ګرین زون کې چېرته چې حکومتي ودانۍ او د بهرنیو هیوادونو سیاسي نمایندګۍ او سفارتخانې موقعیت لري، د ۹ توغندیو بریدونه شوي دي.
د عراق د حکومت د امنیتي رسنیو د شبکې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ګرین زون او شاوخوا سیمو یې ۹ توغندي لګیدلي دي.
ويل کيږي چې په دې بريد کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
که څه هم د ځاني تلفاتو د دقیقې شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې بريد د چا له خوا شوی دی.
د بغداد په ګرین زون سیمه کې د عراق په پارلمان کې به نن د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.