د اسرائیلو لومړی وزیر : په سیمه کې د دوو دولتونو د حل لارې نه ملاتړ کوم

د اسرائیلو لومړی وزیر یایر لاپید وویل چې  په سیمه کې د دوو دولتونو پر بنسټ له فلسطینیانو سره یوې موافقې ته رسېدل د اسرائیلو د امنیت، اقتصاد او د ماشومانو د راتلونکي لپاره مناسب کار دی".

1883607
د اسرائیلو لومړی وزیر : په سیمه کې د دوو دولتونو د حل لارې نه ملاتړ کوم

د اسرائیلو لومړی وزیر یایر لاپید وویل چې  په سیمه کې د دوو دولتونو پر بنسټ له فلسطینیانو سره یوې موافقې ته رسېدل د اسرائیلو د امنیت، اقتصاد او د ماشومانو د راتلونکي لپاره مناسب کار دی".

یایر لاپید د امریکا د متحده ایالتونو په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي غونډې ګډونوالو ته وینا وکړه.

لاپید وویل چې هغه د دوو دولتونو د  حل لارې ملاتړ کوي ، مګر "یو شرط" لري او وویل:

"له فلسطینیانو سره د دوو دولتونو پر بنسټ د دوو ولسونو لپاره موافقه د اسرائیلو د امنیت، د اسرائیلو د اقتصاد او زموږ د ماشومانو د راتلونکي لپاره سمه خبره ده. له ټولو خنډونو سره سره، د اسرائیلو لوی اکثریت نن هم د دې لید ملاتړ کوي. زه پخپله هم د  دوه دولتونو حل، ملاتړی یم، خو موږ یو شرط لرو: شرط د   راتلونکي په اړه دی." دا چې فلسطین دولت یو سوله ایز دولت وي، یعنې فلسطین د ترهګرو په بله اډه بدل نه شي او  د اسرائیل سوکالي او شتون تهدید نکړي. هغه وویل چې اسرائیل دا وړتیا لري چې هر وخت د خپلو ټولو اتباعو امنیت خوندي کړي.

لاپید وویل، «۱۷ کاله وړاندې له غزې څخه د اسرائیلو له وتلو راهیسې تر ۲۰ زره زیات راکټونه او توغندي د اسرائیلو پر خاوره توغول شوي دي.»

"په دې ودانۍ کې له موږ څخه په مکرر ډول پوښتنه وشوه چې ولې مو پر غزې لګول شوي بندیزونه لرې نه کړل، موږ چمتو یو چې سبا سهار دا کار وکړو. موږ یو شرط لرو: زموږ پر ماشومانو د راکټونو او توغندیو ډزې بندې کړئ، خپلې وسلې وغورځوئ، ټول محدودیتونه به لرې شي."

یایر لاپید همداراز د غزې په تراړه  کې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس تر کنټرول لاندې د دوو اسرائیلي پوځیانو د خوشي کولو او د دوو نورو اسرائیلي پوځیانو د جسدونو د سپارلو غوښتنه وکړه.

د اسرائیلو لومړی وزیر چې له فلسطینیانو څخه "وسلې پر مځکه  کېږدۍ " غوښتنه وکړه او وویل چې سوله هغه راتللی شي دا وسلې پرمځکه کیښودل شي. هغه وویل چې ،

"موږ کولی شو تاسې سره په ګډه هم غزه او هم لویدیځه تراړه جوړه کړو.  خپلې وسلې پریږدئ او دا ثابته کړئ چې  د دولت واک به حماس او اسلامي جهاد به  يي نه ورکوۍ. خپلې وسلې پر مځکه کیږدۍ هغه وخت سوله ممکنیږي.



اړوند خبرونه