ایران د عراق سره خپلې ټولې مځکنۍ پولې وتړلې

ایران په عراق کې د وروستیو د پېښو له امله له دغه هېواد پرمخ خپلې ټولې ځمکنۍ پولې تړلې او بغداد ته الوتنې هم ځنډولي .

1873790
ایران د عراق سره خپلې ټولې مځکنۍ پولې  وتړلې

ایران په عراق کې د وروستیو د پېښو له امله له دغه هېواد پرمخ  خپلې ټولې ځمکنۍ پولې تړلې او بغداد ته الوتنې هم ځنډولي .

د ایران د دولتي ټلویزیون د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت مرستیال مجید میراحمدي ویلي چې له دغه هېواد سره ټولې ځمکنۍ پولې په عراق کې د وروستیو پېښو له امله تړلي دي.

ميراحمدي له ايرانيانو وغوښتل چې دغه هېواد ته له سفر څخه ډډه وکړي. هغه وویل " زه ټینګار کوم چې په عراق کې د بې ثباته چاپیریال له امله د ایران او عراق ټولې ځمکنۍ پولې تړل شوي او هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې له پولو تېر شي." له بلې خوا، په پلازمینه تهران کې د امام خمیني د نړیوال هوایي ډګر مسئول، سید چلندري اعلان وکړ چې بغداد ته الوتنې په موقتي توګه تر بل خبرتیا پورې وځنډول شوې. د ایران د هوايي چلند د ادارې ویاند میر اکبر رضاي نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم ته ویلي، دوی نجف ښار ته د غیر معمولي الوتنې پلان جوړ کړی تر څو هغه ایراني اتباع چې نجف ته د اربعین د مراسمو لپاره ورغلي وو، هیواد ته راستانه کړي.  د الصدر غورځنګ مشر مقتدا الصدر چې تېر کال یې په عراق کې عمومي ټاکنې وګټلې، پرون په خپله ټولنیزه پاڼه  کې په یوه بیان کې اعلان وکړ چې له سیاست څخه یې په بشپړه توګه لاس اخیستی او وتلی دی. ددې پرمختګ نه وروسته  د الصدر د غورځنګ د پلویانو یوه ډلهد  پلازمینې په شنه سیمه کې د حکومتي ماڼۍ مخې ته چې حکومتي ودانۍ او د بهرنیو ماموریتونو نمایندګي موقعیت لري، راټول شوي وو او د حکومت پرضد یې مظاهرې وکړې

له کلکو امنيتي تدابيرو سره سره د الصدر پلوي ډلې چې کانکريټي موانع يې له منځه وړي او د دولتي ماڼۍ مخې ته راټول شوي وو، له دولتي چارواکو يې د استعفا غوښتنه وکړه. له دې وروسته په بغداد کې د الصدر د پلویانو د اقدام له امله ګرځبندیز اعلان شو.


پيوندونه: #ایران , #عراق

اړوند خبرونه