اسرائیل د مصر په منځګړتوب په غزه کې د اسلامي جهاد غورځنګ سره اوربند وکړ

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ خبرداری ورکړ که چیرې د اسرائیل لخوا منل شوي زمونږ ټول شرطونه پر ځای نشي جګړه به له سره پيل کړي

1864802
اسرائیل د مصر په منځګړتوب  په غزه کې د اسلامي جهاد غورځنګ سره اوربند وکړ

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ عمومي منشي زیاد النخاله ویلي، که اسرائیل هغه شرایط پوره نه کړي، چې دوی یې منلي، د اوربند تړون به له پامه وغورځول شي او جګړه به بیا پیل کړي.

النخاله د اګست په پنځمه د غزې په تراړه  د اسرائیلو لخوا د پیل شوو بریدونو او د مصر په منځګړیتوب د اسرائیلو او اسلامي جهاد غورځنګ ترمنځ پرون د شوي اوربند په اړه د ایران په پلازمینه تهران کې خبري کنفرانس ته معلومات ورکړل.

النخاله وویل چې اسرائیل په غزې په بریدونو کې خپل هدف نه دی ترلاسه کړی او ویلي یې دي:

"که اسرائیل خپل کوم هدف ترلاسه کړی وای، نو د اسلامي جهاد له غورځنګ سره به یې د موافقې د ترلاسه کولو هڅه نه وه کړې. اسرائیلو د ملګرو ملتونو او مصر له لارې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره خپل ټول توان په کار واچاوه. هغوې د غزې او مونږ سره ۲۴ ساعته په دوامداره توګه تماس ونیو.

د يادونې وړ ده، چې دوى له لومړۍ شېبې څخه د اسلامي جهاد د غورځنګ د مشر بسام السعدي او خليل العواوده چې د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړى و، د خوشې کېدو غوښتنه وکړه، چې اسرائيل په پيل کې زړه نا زړه او په کلاره حرکت کولو خو زمونږ د ټینګار نه وروسته دیته اړ شول چې نوموړو د خوشې کولو شرط ومني.

د النخاله په وینا، عواوده  چې د لوږې اعتصاب پيل کړی دی، نن روغتون ته لاړ شي  او بیا  وروسته به کور ته لاړ شي.

 نخاله وویل چې دوی ته روښانه لیکلي وعده رسیدلې چې مصر به د سعدي د خوشې کیدو مسئله پخپله د نږدې نه تعقیب کړي.

النخاله خبرداری ورکړ "که اسرائیل زموږ منل شوي شرایط پوره نه کړي، موږ به د اوربند تړون له پامه وغورځوو او پرته له ځنډه به جګړه بیا پیل کړو."

د ویلو ده  چې د اګست په پنځمه پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې د ۱۴ تنو ماشومانو او ۴ ښځو په ګډون ۴۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په سلګونو تنه نور ټپیان شوي دي. پدې جګړه کې د اسرائیلو لوري ته، هیڅ تلفات نه دي اوښتي.

 

په غزه کې د اسرائیلو او د اسلامي جهاد غورځنګ ترمنځ اوربند چې د مصر په منځګړیتوب پای ته ورسېد، پرون په ځايي وخت په د شپې په ۱۱ نیم بجو بیا نافذ شو.



اړوند خبرونه