اسرائیلي پولیسو یو ځل بیا په مسجدالاقصی کې پر فلسطینیانو برید وکړ
اسرائیلي پولیسو د سهار له لمانځه وروسته په مسجد الاقصی باندې چاپه واچوله.
اسرائیلي پولیسو د سهار له لمانځه وروسته په مسجد الاقصی باندې چاپه واچوله. پولیسو پدې چاپه کې د لمونځ کوونکو پر خلاف د ربړ له مرمیو او غږیزو بمونو څخه کار واخیست.
د فلسطیني ځوانانو یوه ډله چې په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د مسجد الاقصی په انګړ کې راغونډ شوي وو د پولیسو په مرکز یې ډبرو سره برید وکړ. اسرائیلي پولیس مسجد الاقصی ته ننوتل او د ربړي مرمیو د غږ بمونو سره د فلسطیني خوانانو پر خلاف سخته مداخله وکړه.
اسراییلي پولیس چې د مسجد الاقصی د دروازو مخې ته په ډله ایزه توګه ځای پر ځای شوي وو، په وقفه یي ډول په دننه کې په خلکو ربړي مرمیو ډزې کولې.
په داسې حال کې چې د مسجد الاقصی د دروازو د تړلو له امله د اسراییلي پولیسو او په دروازو کې د راټولو شویو فلسطینیانو ترمنځ وخت په وخت نښتې کېږي، تر اوسه یو په لسګونو تنه فلسطینیان ټپيان شوي دي.
د فلسطيني سرې مياشتې ادارې د ټپيانو ويلي دي چې د اسرائيلي پوليسو په مداخله کې لږ تر لږه ۳۰ تنه فلسطينيان ټپيان شوي دي. د ټپیانو نه د دوو تنو روغتیايي حالت ښه ندی.
اسرائیلي ځواکونو د اپریل په ۱۵مه د سهار له لمانځه وروسته پر مسجد الاقصی برید کړی وو او پر فلسطینیانو یې د اوښکي بهونکي ګاز او ربړي ګولیو سره مداخله کړې وه. په دغو پېښو کې ۱۵۲ فلسطینیان ټپیان شوي او سلګونه نور بندیان شوي دي. په مسجد الاقصی کې د خلکو په وړاندې د اسرائیلي پولیسو مداخلې او زور زیاتي په نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي دي.