په لبنان کې چاودنه شوې
په لبنان کې چاودنې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
1811051
د لبنان د صيدا ښار بنفول ښاروالۍ تر څېرمه د امل غورځنګ د دفتر اړوند په يوه مرکز کې د چاودنې له امله يو تن مړ او اووه تنه ټپيان شول.
د ایران العالم ټلویزیوني چینل ویلي، چاودنه ډېره زوروره وه او په ښار کې یې سخته وېره خپره کړې ده.
ویل شوي، چې چاودنه د بنفول ښاروالۍ ته څېرمه د امل غورځنګ د دفتر اړوند د یو مرکز مخې ته شوې ده.
د چاودنې د ځای انځورونه او امبولانسونه چې ټپیان روغتون ته لېږدوي په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.
له بلې خوا د قطر الجزیرې ټلویزیون خبر ورکړی، چې په چاودنه کې وژل شوی کس د بنفول ښاروال زوی و، چې د بنفول ښاروالۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې او شاوخوا ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.
د لبنان چارواکو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.