په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر هوايي اډې د ډرون او راکټي بریدونه شوي
په عراق کې د عین الاسد په پوځي هوايي اډه چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلافي ځواکونه پکې میشت دي، د بې پیلوټه الوتکې سره یو ځای راکټي برید شوی دی.
1809379
په عراق کې د عین الاسد په پوځي هوايي اډه چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلافي ځواکونه پکې میشت دي، د بې پیلوټه الوتکې سره یو ځای راکټي برید شوی دی.
د عراق د خبري رسنیو د امنیتي سرچینو د خبر له مخې خبر ورکړی دی چې د عین الاسد په پوځي هوايي اډه چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف ځواکونه پکې میشت دي د ډرون الوتکې سربیره راکټي بریدونه شوي دي.
په خبر کې راغلي دي چې په هوايي اډه کې د هوايي مدافعې سیستم ۲ ډرون الوتکې الوتکې ویشتلې او ۲ راکټونه يي په هوا کې شنډ کړي دي.
په داسې حال کې چې دا معلومه نده چې دا برید له کومه ځایه شوی دی خو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د نښتې نه خبر ورکړ شوی دی. د یادولو وړ ده چې په عراق کې وخت نا وخته د امریکايي ځواکونو پر هډو راکټي او د ډرون الوتکو بریدونه کیږي.