د اسرائیل په مرکز کې په وسله وال برید کې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په اسرائیل کې وسله وال برید شوی دی
1803975
د اسرائیل په مرکز کې په وسله وال برید کې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اسرائیل د بني براک په سیمه کې یو تن برید کوونکي لږ تر لږه ۵ تنه وژلي او ۶ تنه نور يي ټپیان کړي دي.
د اسرائیلي رسنیو د خبر له مخې برید کوونکی هم پدې پيښه کې وژل شوی دی.
برید کوونکی د لویدیځې تراړې اوسیدونکو وو چې وژل شوی دی.
د اسرائیل لومړي وزیر نفتالي بنت ددې پيښې نه سمدلاسه وروسته امنیتي غونډه راوبلله.
په غونډه کې د دفاع او داخلي امنیت وزیرانو ګډون کړی وو او ددې پيښې په اړه يي خبرې وکړې.
د ویلو ده چې لنډه موده مخکې هم په اسرائیل کې وسله وال برید شوی وو چې مسئولیت يي د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو.