امریکا متحده ایالتونو سعودي‌ عربستان ته ډیر زیات پاتریوت اوږد واټنه دفاعي‌ توغندي‌ ورکړي‌ دي.

امریکا سعودي‌ عربستان ته پاتریوت اوږد واټنه دفاعي‌ توغندي‌ ورکړل

1798951
امریکا متحده ایالتونو سعودي‌ عربستان ته ډیر زیات پاتریوت اوږد واټنه دفاعي‌ توغندي‌ ورکړي‌ دي.

امریکا متحده ایالتونو سعودي‌ عربستان ته ډیر زیات پاتریوت اوږد واټنه دفاعي‌ توغندي‌ ورکړي‌ دي.

دا خبره د امریکا د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د یو  امریکايي مقام چې نه يي غوښتل نوم  واخیستل شي‌ له قوله کړې ده.

نوموړي‌ امریکايي مقام وال ستریت ژورنال ورځپاڼې ته ویلي‌ دي چې امریکا تیره میاشت کې سعودي‌ عربستان یو یو زیات شمیر د پاتریوت اوږد واټنه دفاعي‌ توغندي‌ استولي‌ دي.

نوموړي‌ مقام ویلي‌ دي‌ چې سعودي‌ عربستان د اوږدې مودې راهیسې  په یمن کې د حوثي‌ یاغیانو د بالستیک توغندیو او ځانمرګیو ډرون الوتکو  پر خلاف د مقابلې په خاطر د امریکا نه د پاتریوت دفاعي‌ سیستم غوښتنه کړې وه خو امنیتي‌ پرتوکولونو او بیوروکراسۍ له امله اوس ددوې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ شو.

نوموړي‌ امریکايي مقام  د امریکا لخوا سعودي عربستان ته د ورکړ شو پاتریوت توغندیو د شمیرې او د دقیق وخت په اړه څه ندي ویلي.

د یادولو وړ ده چې سعودي‌ عربستان د اوږدو کلونو راهیسې د یمن نه د حوثي‌ یاغیانو د بالستیک توغندیو او پدی وروستیو کې د ډرون الوتکو د بریدونو سره مخامخ دی.

په امریکا کې بایدن واک ته د رسیدو نه وروسته د سعودي‌ او امریکا ترمنځه په اړیکو کې ځیني‌ ستونزې پيدا شوي‌ دي.

ددې خبرې تر ټولو ښکاره بیلګه یو څه موده مخکې  د سعودي‌ عربستان ولیعهد شهزاده لخوا د بایدن سره د ټیلیفوني‌ خبرو نه ډډه کول وو.

د امریکا ولسمشر بایدن  یو څه موده مخکې د سعودي‌ عربستان او متحده عربي‌ اماراتو د ولیعهد شهزاده ګانو سره وغوښتل چې ټیلیفوني‌ خبرې وکړي‌ خو هغوې مثبت ځواب ورنکړ.

سپینې ماڼۍ بیا دا ادعا رد کړې وه.



اړوند خبرونه