حوثي‌ یاغیانو یو ځل بیا پر سعودي‌ عربستان او متحده عربي‌ اماراتو د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل.

حوثي یاغیانو پر سعودي‌ عربستان او متحده عربي‌ اماراتو بریدونو ډیر کړي‌ دي

1767844
حوثي‌ یاغیانو یو ځل بیا پر سعودي‌ عربستان او متحده عربي‌ اماراتو د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل.

حوثي‌ یاغیانو یو ځل بیا پر سعودي‌ عربستان او متحده عربي‌ اماراتو د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل.

پداسې حال کې چې پدې وروستیو کې  د امریکا  متحده ایالتونو  او ملګروملتونو سازمان لخوا د یمن د روان سیاسي‌ بحران د حل په خاطر یو سلسله اقدامات روان کړي‌ دي‌ حوثي یاغیانو په جبهانو کې د سترو ځاني زیانونو د غچ اخیستو په خاطر د یمن د حکومتي‌ ځواکونو په ملاتړو سعودي‌ عربستان او متحده عربي‌ اماراتو د بریدونو کچه ښه پسې لوړه کړې ده.

عربي‌ ټولنه  د متحده عربي‌ اماراتو په غوښتنه د حوثي‌ یاغیانو لخوا د د جنوري‌ په ۱۷ مه نیټه د  متحده عربي‌ اماراتو پر پلازمینې ابوظبي‌ د بریدونو په تړاو بیړنۍ غونډه وکړه. دا غونډه د مصر په پلازمینه قاهره کې وشوه. په غونډه کې د عربي ټولنې د غړیو هیوادونو دایمي‌ استازیو ګډون کړی وو.

عربي‌ ټولنې د غونډې نه وروسته په خپره کړې اعلامیه کې د حوثي یاغیانو لخوا پر ملکي‌ وګړو، ملکي‌ استوګنځایونو او هدفونو بریدونه په کلکو ټکو وغندل.

په اعلامیه کې راغلي‌ دي‌ چې حوثي‌ یاغیان ددې بریدونو سره په ډیره ښکاره توګه نړۍوال حقوق او نړۍوال بشري‌ حقوق د خپو لاندې کوي. همداشان په اعلامیه کې د نړۍوالې ټولنې نه حوثي‌ یاغیان د ترهګرو په لست کې د شاملولو غوښتنه شوې ده .

د حوثي‌ یاغیانو لخوا پر سعودي‌ عربستان او متحده عربي‌ اماراتو د بریدونو د ډیرو سره سم عرب ائتلاف هم په یمن کې په پلازمینه صنعا او د حوثيانو تر کنټرول لاندې په نورو سیمو هوايي بریدونو کچه لوړه کړې ده.

د متحده عربي‌ اماراتو د دفاع وزارت نن اعلان وکړ چې د حوثي‌ یاغیانو لخوا د ابوظبي‌ لورې توغول شوي‌ دوه بالستیک توغندي‌ په هوا کې تثبیت او شنډ کړي‌ دي.

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت لخوا په خپور شوي‌ بیان کې راغلي‌ دي چې ددوې جنګي‌ الوتکو د یمن د الجوف په ښار کې د بالستیک توغندیو دستګاه ترینه د ابوظبي‌ پر لوري‌ توغندي‌ وغول شوي‌ وو له منځه وړې ده .

د سعودي‌ عربستان د ملکي‌ خوندیتوب ادارې ویاند محمد الحمدي‌ بیا ویلي دي‌ چې د حوثي‌ یاغیانو لخوا راتوغول شوي‌ بالستیک توغندي‌ د جازان په سیمه کې لګیدلي‌ دي‌ چې له امله يي دوه تنه ټپیان شوي‌ دي.

د بله پلوه د حوثي یاغیانو د پوځي‌ څانګې ویاند یحیی سریع بیا ویلي‌ دي‌ چې په سعودي‌ عربستان او متحده عربي‌ اماراتو يي د بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو سره پراخه بریدونه کړي‌ دي.



اړوند خبرونه