د عراق په پلازمینه بغداد کې د ویکټوریا پر پوځي هډې د ډرون الوتکو سره برید وشو.
بغداد کې د ویکټوریا پر هډې د ډرون الوتکو برید شوی دی
1756158
د عراق په پلازمینه بغداد کې د ویکټوریا پر پوځي هډې د ډرون الوتکو سره برید وشو.
د بغداد امنیتي سرچینو د برید پخلی کړی او ویلي دي چې نن سهار د بغداد تر ټولو په خوندي په ګرین زون سیمه کې د ویکټوریا پر هډې د دوو ډرون الوتکو سره برید وشو.
سرچینې ویلي دي چې په ډرون الوتکو په عربي ژبه ( د قوماندانانو د غچ اخیستو عملیات ) لیکل شوي وو.
په برید کې د ځاني تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي.
دا بریدونه پداسې حال کې کیږي چې امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري د میاشتې په دریمه نیټه د عراق د پلازمینې بغداد د هوايي ډګر په مخکې د ایران د سپاه قدس د ځواکونو قومندان قاسم سلیماني او حشد العشبي د ځواکونو مرستیال ابو مهدي المهندس په هوايي برید کې ووژل.