متحده عربي اماراتو د امریکا سره د ۲۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو قرارداد وځنډو
متحده عربي اماراتو د امریکا سره اف ۳۵ ډوله پنځم نسل پرمختللو جنګي الوتکو په ګډون د پرمختللو وسلو او مهماتو په اړه قرارداد وځنډو.
متحده عربي اماراتو د امریکا سره اف ۳۵ ډوله پنځم نسل پرمختللو جنګي الوتکو په ګډون د پرمختللو وسلو او مهماتو په اړه قرارداد وځنډو.
په امریکا کې د متحده عربي اماراتو سفارت اعلان کړی دی چې د امریکا نه د ۲۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو، ریپر ډرون الوتکو او یو زیات شمیر نورو پرمختللو پوځي تجهیزاتو د پیریدو قرارداد د متحده عربي اماراتو لخوا ځنډول شوی دی.
متحده عربي اماراتو ویلي دي ددې احتمال شتون لري چې په راتلوونکې کې ددې قرارداد په اړه له سره مذاکرات پيل شي.
د بله پلوه د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ابوظبي ددې قرارداد مذاکراتو ته ژمن دی خو په شرط ددې چې مقابل لوری پدې پروسه کې شفافیت شتون ولري او ددې توکو د سپارولو نه وروسته هم شفافیت دوام وکړي.
د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو تن جګپوړي ډیپلوماټ د اسوشیتد پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې د متحده عربي اماراتو دا ګام او اقدام په اصل کې یو تاکتیکي اقدام دی. امارات غواړي چې پدې ډول پدې مذاکراتو کې لاسبري شي.
هغه ویلي د مذاکراتو د ځنډولو مکتوب د متحده عربي اماراتو د یو ټیټ رتبه مقام لخوا لیکل شوی دی.
سپینې ماڼۍ هم د متحده عربي اماراتو لخوا ددې مذاکراتو د ځنډولو پخلی کړی دی.
متحده عربي اماراتو وروسته د هغه دا اقدام وکړ چې یو څه موده مخکې سپینې ماڼۍ په متحده عربي اماراتو کې د چین د نفوذ په اړه اندیښنه ښودلې وه.
د امریکا یو مقام ویلي وو چې پر متحده عربي اماراتو باندې د اف ۳۵ جنګي الوتکو او نورو پرمختللو تجهیزاتو پلورولو ته ژمن دي خو پدې هیواد کې د چین د نفوذ په اړه جدي اندیښنه لري او خپلې دا اندیښنه يي د ابوظبۍ سره شریکه کړې ده.
هغه ویلي وو چې مونږ پدې اړه ځیني پوښتنې او شک او شبهې لرو. ددې په هیله چې د خبرو اترو له لارې دا ټول مشکلات حل شي.
متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هم ددې قرارداد د ځنډولو لامل د امریکا لخوا په متحده عربي اماراتو کې د چین د نفوذ په اړه اندیښنه ښودل په ګوته کړي دي.
د ویلو ده چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په متحده عربي اماراتو د اسرائیل د په رسمیت پیژندو په بدل کې د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو او نورو پرمختللو تجهیزاتو پلورلو ته اجازه ورکړې وه.