د اوږدو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د سعودي‌ عربستان جګپوړي‌ هیئت قطر ته سفر وکړ

د سعودي‌ عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د اوږدو کلونو نه وروسته  قطر ته رسمي‌ سفر وکړ.

1745142
د اوږدو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د سعودي‌ عربستان جګپوړي‌ هیئت قطر ته سفر وکړ

د سعودي‌ عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د اوږدو کلونو نه وروسته  قطر ته رسمي‌ سفر وکړ.

د ویلو ده چې شهزاده محمد بن سلمان د ګنشمیر وزیرانو په ملتیا قطر ته تلی دی.

د سعودي‌ ولیعهد شهزاده لومړی د قطر د امیر سره لیدنه وکړه. وروسته د هیتانو ترمنځه په لیدنه کې برخه واخیسته.

همداشان قطر ته د سعودي‌ عربستان ددې جګپوړي‌ چارواکي د سفر په ترڅ کې د سعودي‌ عربستان او قطر ترمنځه د هماهنګۍ د شورا غونډه هم وشوه.

دا غونډه چې د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني‌ او سعودي‌ د ولیعهد شهزاده په مشرۍ جوړه شوې وه د دواړو هیوادونو یو زیات شمیر وزیرانو  پکې ګډون کړی وو.

دا غونډه تیره ورځ د ماښام په ناوخته ساعتونو کې جوړه شوه.

پدې غونډه کې د قطر او سعودي‌ عربستان په اړیکو، د اړیکو د ودې او پياوړي‌ کولو په لارو او چارو، د سیمې او نړۍ پر وروستیو پرمختګونو او پیښو خبرې وشوې.

د قطر امیر وویل چې د سعودي‌ عربستان د ولیعهد شهزاده دا سفر به د قطر او سعودي‌ عربستان ترمنځه په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیزي. د دواړو هیوادونو اړیکې به لا پسې پياوړې مستحکمې کړي.

د ویلو ده چې د خلیج د هیوادونو لخوا پر قطر د لګولو بندیزونو د لرې کولو او د ډیپلوماتیک اړیکو د عادي‌ کولو نه وروسته دا لومړی ځل دی چې د سعودي‌ عربستان ولیعهد شهزاده قطر ته سفر کوي.

د سعودي‌ عربستان ولیعهد شهزاده د دسمبر په ۱۴ مه نیټه په سعودي‌ کې جوړیدونکې د خلیج د همکاریو د شورا د غونډې نه مخکې د دسمبر په شپږمه نیټه خلیج هیوادونو ته په سفر پیل وکړ. هغه لومړی عمان ته او وروسته بیا  متحده عربي‌ اماراتو ته لاړ او له هغه ځایه بیا قطر ته سفر وکړ. هغه به خلیج هیوادونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د بحرین او کویټ نه هم لیدنه وکړي.



اړوند خبرونه