د عراق لومړي وزیر ویلي دي چې ددې پر کور برید کوونکي ډیر ښه پيژني

د  عراق لومړي  وزیر مصطفی الکاظمي  وویل چې ددې په کور د ډرون الوتکې سره برید کوونکي  پيژني چې څوک دي.

1730669
د عراق لومړي وزیر ویلي دي چې ددې پر کور برید کوونکي ډیر ښه پيژني

د  عراق لومړي  وزیر مصطفی الکاظمي  وویل چې ددې په کور د ډرون الوتکې سره برید کوونکي  پيژني چې څوک دي.

کاظمي  دا څرګندونې په بغداد کې د وزیرانو شورا بیړنۍ غونډې ته وکړې.

هغه وویل چې ″ ددې پیښې عاملینو په تعقیب کې یو او ډیر ښه پوهیږو چې دا برید د چا لخوا شوی دی. هر څه ژر به برید کوونکي  اعلان کړو . ″

د ویلو ده چې تیره ورځ د عراق د لومړي  وزیر مصطفی الکاظمي په کور د ډرون برید نه وروسته چې هغه ترینه روغ رمټ ووت او شپږ تنه ساتوونکې پکې ټپیان شول د بغداد په زرغون سیمه کې امنیتي تدابیرو کچه لا پسې لوړه شوه.

سیمه کې یو زیات شمیر عسکر د زغروالو موټرو سره ځای په ځای شول.

د بله پلوه ځینو برخو ادعاء کړې ده چې د کاظمي  په کور برید د ایران پلوه شیعه ملشو لخوا شوی دی.

د ویلو ده چې ترکیې ، امریکا، انګلستان ، ایران او یو زیات شمیر هیوادونو د الکاظمي پر کور ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی.



اړوند خبرونه