یو بل هیواد هم د ترکیې نه د بې پيلوټه الوتکو او اټاک پرمختللو چورلکو غوښتنه وکړه

یو بل هیواد هم د ترکیې نه د بیرقدار ټي بي‌ ۲ بې پیلوته الوتکو  او ټي ۱۲۹ اټاک چورلکو غوښتنه وکړه.

1700009
یو بل هیواد هم د ترکیې نه د بې پيلوټه الوتکو او اټاک پرمختللو چورلکو غوښتنه وکړه

 

د عراق د دفاع وزیر جمعه عناد  وویل غواړي‌ چې د ترکیې نه لومړنۍ ځايي‌ او ملي‌ بیرقدار ټي بي ۲ بې پيلوټه الوتکې او ټي‌ ۱۲۹ پرمختللې چورلکې وپیري.

هغه دا څرګندونې د عراق د یو خصوصي‌ تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

هغه وویل چې  " د ترکیې  نه مو د بیرقدار ټي بي ۲ بې پیلوټه الوتکو، ۱۲ باله ټي‌ ۱۲۹ پرمختللې چورلکو او ۶ عدده د بې پیلوته الوتکو پر وړاندې د دفاعي‌ سیستم  په خاطر قیمت  او قراداد غوښتنه کړې ده . د بیرقدار ټي بي ۲ په وسلو سمبال ډرون الوتکو په اړه په تفاهم رسیدلي‌ یو."

هغه زیاته کړه چې د ترکیې د بیرقدار په نامه په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکې ډیرې زیاتې کامیابې  او پرمختللې الوتکې دي. تر اوسه پورې ډیر زیات بریالیتوبونه ترلاسه کړي‌ دي.

دا چې دا بې پیلوټه الوتکه د شپې لخوا هم د فعالیت او خدمت توان او وړتیا لري‌ د داعش ترهګري‌ سازمان پر خلاف د مبارزې لپاره زمونږ سره ډیره زیاته مرسته کولی شي. له بده مرغه چې د عراق پوځ تر اوسه پورې ددې ټکنالوژۍ نه محرومه ده.

د ویلو ده چې د عراق دفاع وزیر جمعه عناد د اګست په ۱۹ مه نيټه په استانبول کې جوړ شوي‌  دفاع صنایع په نړۍوال نندارتون کې ګډون کړی وو او وروسته د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي‌ اکار سره هم لیدنه کړې وه.



اړوند خبرونه