د اخوان المسلمین سازمان د رهبرۍ شورا رئیس په ګډون ۱۰ تنه غړي په د ټول عمر لپاره په بند محکوم شول
په مصر کې تمیز محکمې د اخوان المسلمین سازمان د رهبرۍ شورا رئیس محمد بدیع په ګډون ۱۰ تنو غړیو د ټول عمر لپاره د بند سزا تایید کړه.
1673780
د محکمې د پریکړې له مخې دا کسان باید لږ تر لږه ۲۵ کاله په بند کې تیر کړي.
په مصر کې جزاء محکمې د اخوان المسلمین سازمان د رهبرۍ شورا رئیس محمد بدیع په ګډون ۱۰ تنه غړي په ۲۰۱۱ کال کې د حماس ډلې په همکارۍ سره د زندان د ماتولو او یو زیات شمیر کسانو ته د فرار ورکولو په تور تورن کړ.
محکمې نوموړو ته د ټول عمر لپاره د بند سزا اورولې وه. د اخوان المسلمین سازمان د رهبرۍ شورا د رئیس او غړیو د مدافع وکیلانو د محکمې په پریکړې د اعتراض په کولو سره دعوا تمیز محکمې ته انتقال کړه.
د تمیز محکمې هم د جزاء د محکمې پریکړه تایید کړه .
د بله پلوه د تمیز محکمې د اخوان المسلمین سازمان ۸ تنه نور غړي چې په ۲۰۱۱ کال کې د مصر د حکومت د سقوط پر مهال د ګډوډۍ د رامنځته کولو په تور په ۱۵ کاله بند محکوم شوي وو ورته برائت ورکړ.