اسرائیلي‌ ځواکونو ۹۳ تنه فلسطینیان ټپیان کړل

په لویدیځه تراړه کې فلسطینيانو د غیرې قانوني‌ یهودي‌ ښارګوټو پر خلاف په مظاهره کې لږ تر لږه ۹۳ تنه فلسطینیان ټپیان شول.

1673121
اسرائیلي‌ ځواکونو ۹۳ تنه فلسطینیان ټپیان کړل

 

فلسطینیانو په  لویدیځې تراړه کې د غیرې قانوني‌ یهودي‌ ښارګوټو پر خلاف مظاهره وکړه. اسرائیلي‌ ځواکونو پر مظاهره کوونکو ډيره سخته مداخله وکړه چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۹۳ تنه مظاهره کوونکي‌ ټپیان شوي‌ دي.

د فلسطین سرې میاشتې ویلي‌ دي‌ چې د اسرائیلي‌ ځواکونو لخوا  پر فلسطیني مظاهره کوونکو د سختې مداخلې په نتیجه کې ۲۳ تنه مظاهره کوونکي‌ د اصلي‌ مرمیو او ۷۰ تنه نور د پلاستیکي‌ مرمیو سره سخت ټپیان شوي‌ دي.

په ټپیانو کې د سرې میاشتې رضا کاره روغتیايي پرسونل هم شتون لري.

همداشان یو زیات شمیر مظاهره کوونکي‌ د اوښکو بهوونکو ګازو نه هم سخت اغیزمن شوي‌ دي.

د ویلو ده چې اسرائیلو په ۱۹۶۷ کال کې په اشغال کړې لویدیځه تراړه کې تر ۲۵۰ ډیر د یهودانو لپاره غیرې قانوني‌ ښارګوټي‌ جوړ کړي‌ دي.

پدې ښارګوټو کې میشت څه باندې ۴۵۰ زره تنه یهودیان د لویدیځې تراړې په اصلي‌ خاوندانو فلسطیني‌ وګړو ژوند زهر  کړی دی.



اړوند خبرونه