په دوبۍ کې د جبل علي په بندر کې درنده چاودنه شوې
د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په ښار کې د جبل علي په بندر کې یوه ډیره زوروره چاودنه وشوه.
1671933
د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په ښار کې د جبل علي په بندر کې یوه ډیره زوروره چاودنه وشوه.
ویل کیږي چاودنه د یوې کښتې په منځ کې په کانټینر کې رامنځته شوې ده . د چاودنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.
په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
د چاودنه وروسته ډیره ستره اولګیدنه رامنځته شوه چې په لنډه موده کې تر کنټرول لاندې راوستل شوه.
عیني شاهدانو ویلي دي چې چاودنه دومره زوروره وه چې د بندر په شاوخوا کې ودانۍ ولړزولې.
د ویلو ده چې د جبل علي بندر د دوبۍ د ښار په ۳۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. دا بندر د دوبۍ تر ټولو د مهمو بندرونو نه شمیرل کیږي.
د چاودنې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.