امریکايي ځواکونو بغداد کې د امریکا د سفارت د پاسه انتحاري ډرون الوتکې وویشتلې او له منځه یوړې
امریکايي ځواکونو د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا د سفارت د پاسه انتحاري ډرون الوتکې وویشتلې او له منځه يي یوړې.
1670666
د عراق یو تن امنیتي مسئول د خپل نوم د نه ویلو په شرط سره د انادولو خبري اژانس ته ویلي دي چې امریکايی ځواکونو په بغداد کې د امریکا د سفارت د پاسه الوتونکې بعضې انتحاري ډرون الوتکې د دافع هوا سیستم سره له منځه یوړل.
امریکا د بغداد په زرغون سیمه کې د خپل سفارت د امنیت په خاطر دافع هوا سیستم فعاله کړی دی.
د ویلو ده چې تیره ورځ هم د عراق د الانبار په ولایت کې امریکا د عین العرب په پوځي هډې راکټي بریدونه شوي وو.
امریکا ددې بریدونو پړه په ایران پلوه شیعه ملیشو اچولی دی.