د مصر ولسمشر د سعودي عربستان د ولیعهد شهزده سره ولیدل
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده مصر ته سفر کړی
1656596
– د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره لیدنه وکړه.
د مصر ولسمشر د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره د شرم الشیخ په ښار کې لیدنه وکړه. هغه ویلي دي چې پدې لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو د لا ودې او پياوړې کولو په لارو او چارو خبرې وکړې.
هغه ویلي دي چې دې ترڅنګ يي د بن سلمان سره د د دواړو هیوادونو اړوند پر مهمو سیمه ایزو او نړۍوالو مسئلو هم خبرې او تبادل د نظر وکړ.
سیسي ویلي دي چې د مصر او سعودي عربستان ترمنځه د مستقیمو او غیرې مستقیمو په قوي اړیکو افتخار کوو.
د ویلو ده چې د مصر ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د ولیعهد شهزاده په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته خپل لومړنی بهرنی سفر مصر ته کړی وو.