په غزه کې د شهیدانو او ټپیانو شمیره لوړه شوه

په غزه کې د شهیدانو شمیره ۲۴۸ تنو ته لوړه شوه

1643669
په غزه کې د شهیدانو او ټپیانو شمیره لوړه شوه

د اسرائیل لخوا پر غزې د ترسره شوو هوايي‌ او توغندیزو بریدونو په نتیجه کې د شهیدانو شمیره ۲۴۸ تنو ته لوړه شوه.

د ویلو ده چې اسرائیل د مې د میاشتې په لسمه نیټه پر غزې هوايي او توغندیز بریدونه پيل کړل چې د مې په شلمه نیټه د حماس سره د اوربند په کولو سره دا بریدونه پایته ورسول.

پدې لسو ورځو کې په غزې د ترسره کړو بریدونو په نتیجه کې د شهیدانو شمیره ۲۴۸ تنو ته لوړه شوه. د ویلو ده چې پدې بریدونو کې تر ۱۹۰۰ تنو ډیر کسان ټپیان شوي‌ وو چې ځینو روغتیايي حالت ښه ندی.

د اوربند نه وروسته په غزه کې ملکي‌ خوندیتوب او روغتیايی ډلو د پلټون چارې پيل کړې.

د فسلطین د روغتیا وزارت وویل چې د اسرائیل لخوا پر سیمه ددې ۱۱ ورځنیو بریدونو په نتیجه کې د شهیدانو شمیره ۲۴۸ تنو ته لوړه شوه.

 د فسطین د روغتیا وزارت ویلي دي‌ چې ددې ۲۴۸ تنو شهیدانو نه ۶۶ تنه يي ماشومان او ۳۹ تنه يي ښځې دي.

همداشان  د ټپیانو شمیره هم ۱۹۴۸ تنو ته لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه