په اسرائیل کې د مذهبي مراسمو د لمانځنې پر مهال په ګڼه ګوڼه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
په اسرائیل کې د یو مذهبي اختر د لمانځنې پر مهال رامنځته شوي ټېل ماټېل کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د اسرائیل په شمال کې د ( لاګ با عمر) مذهبي مراسمو د لمانځنې پر مهال د رامنځته شوي ټېل ماټېل په نتیجه کې لږ تر لږه ۳۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۶۵ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
د ټپیانو نه هم د ډیرو روغتیايي حالت ښه ندی.
د اسرائیلي رسنیو د خبر له مخې د هیواد په شمال کې صفد ښار ته نږدې د میرون په غره کې د لاګ با عمر د مذهبي مراسمو د لمانځنې پر مهال تېل ما ټېل رامنځته شو.
رسنیو د اسرائیل د روغتیا وزارت اړوند د ژغورنې د ډلو له قوله لیکلي دي چې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۳۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶۵ تنه نور ټپیان شوي دي چې د ۲۴ تنو ټپیانو روغتیايي حالت ډیر زیات باریکه دی.
د پيښې نه وروسته د هغه ټپیانو لپاره چې روغتیايی حالت يي ډیر باریکه دی امبولانس چورلکې راغوښتل شوې وې.
همداشان په لسګونو امبولانسونه سیمې ته رسیدلي دي.
د بله پلوه د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ددې پيښې نه د ستر فلاکت په توګه یادونه وکړه. هغه وویل چې ددې پيښې د قربانیانو لپاره دعاء کوو.
د ویلو ده چې د ځاني تلفاتو شمیره کیدای شي چې تغیر ومومي.