په سعودي کې په سلګونو تنه د اداري فساد او بډو اخیستو په تور ونیول شول

په سعودي عربستان کې په سلګونو تنه د اداري فساد، بډو او د دندو نه د ناوړه استفادې په تور ونیول شول.

1601093
په سعودي کې په سلګونو تنه د اداري فساد او بډو اخیستو په تور ونیول شول

 

په سعودي عربستان کې د پنځو وزارتخانو د چارواکیو د یو زیات شمیر کارکوونکو په ګډون ۲۴۱ تنه د اداري فساد، بډو اخیستو او دندې نه د ناوړه ګټې پورته کولو په تور نیول شوي دي.

د سعودي عربستان د تفتیش او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې په هیواد کې د اداري فساد، بډو اخیستو او دولتي دندو او صلاحیتونو نه د ناوړه استفادې په تور د ۷۵۷ دوسیو په ترڅ کې ۲۴۱ تنه نیول شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې د نیول شوو کسانو په منځ کې د پنځو وزارت خانو چارواکي هم شتون لري.

د ویلو ده چې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د ۲۰۱۸ کال کې د مارچ په میاشت کې په هیواد کې د اداري فساد پر خلاف د تحقیقاتو یوه ځانګړې اداره جوړه کړه.

دې ادارې د ددینه مخکې هم د ډیرو جګپوړو چارواکیو په ګډون یو زیات شمیر مهمې څیرې د اداري فساد او خپلو صلاحیتونو نه د ناوړه استفادې په تور نیولي وو.



اړوند خبرونه