د ملګروملتونو سرمنشي لخوا پر اسرائیلو مهم غږ

ملګروملتونو سازمان پر اسرائیلو اشغال ودروئ غږ وکړ.

1567150
د ملګروملتونو سرمنشي لخوا پر اسرائیلو مهم غږ

 

د ملګروملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش د اسرائیلو لخوا ډیری تر اشغال لاندې لویدیځه تراړه کې د ۸۰۰ نوو کورونو د جوړولو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده او پر اسرائیلو يي هر څه ژر ددې اشغال د درولو غږ وکړ.

ګوتریش ویلي دي چې اسرائیلي چارواکیو ډیری د اشغال لاندې په لویدیځه تراړه کې او نورو فلسطیني خاوره کې د ۸۰۰ نوو کورونو د جوړولو د پلان په اړه ژوره اندیښنه وښوده. هغه پر اسرائیلو ددې پلان او اشغال د درولو غږ وکړ.

ګوتریش ویلي دي چې اسرائیل د ۱۹۶۷ کال راهیسې د اشغال لاندي فلسطیني خاوره کې د ختیځ بیت المقدس په ګډون په سیمو کې د کورونو او ښارګوټو جوړول هیڅډول قانوني مشروعیت نلري او د نړۍوالو حقوقو نه په ښکاره توګه سرغړونه ده.

د اسرائیلو دا غیرې قانوني ګامونه په سیمه کې د یو خپلواکه او مستقل فلسطیني دولت د جوړولو مسئله د ګواښونو سره مخامخ کوي.

هغه د اسرائیلو پر دولت غږ کړی دی چې د دوو خپلواکو او مستقلو دولتونو د حل لارې پر وړاندې ستر خنډ جوړونکو اقداماتو نه هر څه ژر لاس واخلي او دوو دولتونو حل لارې د عملي کولو لپاره د زمینې برابرو غږ کړی دی.

ګوتریش پر اسرائیل هر څه ژر اشغال ودروئ غږ وکړ.



اړوند خبرونه