د عراق شیعه مشر مقتدا الصدر لخوا د امریکا او ایران نه غوښتنه

مقتدا الصدر : ایران او امریکا ته د عراق نه د جګړې د میدان په توګه د کار اخیستو نه لاس واخلي

1552298
د عراق  شیعه مشر مقتدا الصدر لخوا  د امریکا او ایران نه غوښتنه

په عراق کې د صدر غورځنګ مشر مقتدا الصدر د امریکا او ایران نه غوښتنه وکړه چې د عراق نه د جګړې د ډګر په توګه د کار اخیستو نه لاس واخلي.

هغه دا څرګندونې د ټولنیزې رسنۍ له لارې وکړې.

هغه د ټولنیزې رسنۍ لخوا په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې " عراق د امریکا او ایران ترمنځه د جګړې قرباني شوی دی. زمونږ قیمتي ګاونډی د ایران اسلامي جمهوریت د عراق نه  خپلې جګړې د میدان په توګه د کار اخیستو نه باید لاس واخلي. که چیرې دوې د عراق په کورنیو چارو کې د مداخلې نه لاس واخلي او عراق د حکومت  خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي مونږ به هغوې د کرونا ویروس په مسئله  کې یواځې پرینږدو. "

همداشان هغه د امریکا نه د یرغلګر په توګه یادونه کړې ده او ویلي دي چې عراق د ایران او امریکا ترمنځه د جګړې پارچه نده.

هغه ویلي دي چې مونږ د نوي عراق د جوړولو په بهیر کې قرار لرو.

همداشان هغه  دواړو هیوادونو ته خبرداری ورکړی دی چې زمونږ د غوښتنې د نه منلو په صورت کې به ددوې پر وړاندې د سیاسي او ټولنیزو ټولو واسطو نه کار واخلي.



اړوند خبرونه