په بغداد کې د امریکا په سفارت توغندیز بریدونه شوي

د عراق په پلازمینه بغداد تر ټولو په خوندي زرغون سیمې راکټي بریدونه شوي

1548899
په بغداد کې د امریکا په سفارت توغندیز بریدونه شوي

 د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا متحده ایالتونو پر سفارت توغندیز بریدونه شوي دي.

په سفارت د برید ځینې تصویرونه په ټولنیزو رسنیو ته کې خپاره شوي دي.

د عراق د حکومت رسنیو دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې پرون یکشنبه د دسمبر ۲۰ مه د شپې په ناوخته ساعتونو کې په پلازمینه بغداد کې د امریکا متحده ایالتونو پر سفارت ۸ توغندیو بریدونه شوی دي. ددې توغندیو نه يي ځینې د بغداد تر ټولو خوندي په زرغون سیمه کې لګیدلي دي او ځینې د امریکا د سفارت د ودانۍ په حویلۍ کې لګیدلي دي.همداشان د توغندیو نه یو هم پر یوې امنیتي پوستې لګیدلی دی چې په نتیجه کې یو تن سرتیری ټپي شوی دی.

په بغداد کې د امریکا سفارت د بریدونو پخلی کړی دی او ویلي دي چې توغندي ټول په هوا کې د دفاعي سیستمونو لخوا شنډ او له منځه وړل شوي دی. سفارت ویلي دي چې پدې بریدونو کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.

د بله پلوه د عراق د لومړي وزیر د پوځي چارو ویاند یحیی رسول بیا  ویلي دي چې د بهرنیو هیوادونو په ډیپلوماتیکو نماینده ګیو بریدونه ډیر بد او منفي پيغامونه لري او ددې ډول بریدونو د مخنیوي او امنیت د ټیګښت په خاطر به حکومت د خپل ټولو امکاناتو نه کار واخلي.

همداشان په عراق کې  د صدر غورځنګ مشر مقتدا الصدر د عراق پر سفارت د برید په اړه ویلي دي چې دا ډول بریدونه  چې د ملکي وګړو ژوند د خطر سره مخامخوي د ملیشه ځواکونو کار دی. مونږ ددینه مخکې هم ددې مسئلې نه یادونه کړې وه. په هیواد کې د دولت د کنټرول نه بهر هیڅوک د وسلو د انتقال حق نلري.

هغه ویلي دي چې حکومت باید په بغداد کې استراري حالت اعلان کړي او د ملکي وګړو او بهرنیو هیوادونو د ډیپلوماتیکو نماینده ګیو امنیت په خاطر یواځې او یواځې پوځ په دنده وګماري.

الصدر د عراق په پارلمان غږ کړی دی چې په عراق کې د امریکايي ځواکونو د اشغال د پایته رسولو په خاطر دې د امریکا د سفارت سره په مذاکراتو پيل وکړي.

همداشان هغه د امریکا په سفارت هم غږ کړی دی چې ددې ډول بریدونو ځواب باید هغوی ورنکړي او دا خبره د عراق حکومت ته پریږدي.



اړوند خبرونه