د اسرائیل لومړي وزیر سعودي عربستان ته پټ سفر کړی دی
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پرون یکشنبې د نوامبر ۲۲ مه نیټه سعودي عربستان ته پټ سفر کړی دی.
1532588
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پرون یکشنبې د نوامبر ۲۲ مه نیټه سعودي عربستان ته پټ سفر کړی دی. دا خبره د اسرائیلو هاآرتز ورځپاڼې کړې ده.
د هاآرتز ورځپاڼې ویلي دي چې د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو او د استخباراتو مشر تیره ورځ سعودي عربستان ته یو پټ سفر کړی دی.
نتنیاهو پداسې حال کې سعودي عربستان ته پټ سفر کړی دی چې تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سعودي عربستان ته سفر کړی وو.
نتنیاهو ددې سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره لیدنه کړې ده .
د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په نږدې راتلوونکې کې د خلیجو هیوادونو او اسرائیلو ترمنځه د اړیکو د نورمالیدو په برخه کې د یو بل مهم ګام شاهدي وکړو.