اسرائیلي ځواکونو د مسجدالاقصی د جومات د خطیب په کور چاپه اچولې ده

اسرائیلي ځواکونو د مسجد الاقصی د جومات  د امام خطیب شیخ عکرمه صبري په کور د چاپې اچولو سره هغه ګواښلی دی.

1518711
اسرائیلي ځواکونو د مسجدالاقصی د جومات د خطیب په کور چاپه اچولې ده

 

په بیت المقدس کې د  فلسطین پخوانی مفتي  او اوسمهال د بیت المقدس د عالي اسلامي هئیت رئیس شیخ صبري د مدافع وکیل ویلي دي چې د اسرائیلو د استخباراتو منسوبینو او پولیسو د شیخ صبري په کور چاپه اچولې او هغه يي سخت ګواښلی دی.

اسرائیلي ځواکونو شیخ صبري ته د جمعې په خطبه کې د اسرائیلو پر خلاف د تحریک امیزه څرګندونو نه د ډډې کولو په خاطر خبرداری ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې اسرائیلي ځواکونو د ماښام په ساعتونو کې د شیخ صبری پر کور چاپه اچولې ده  او هغه يي ګواښلی دی. اسرائیل غواړي چې خوله يي ټپه کړي.

هغوې غواړي چې شیخ صبري ونیسي او يي له دندې لرې کړي.



اړوند خبرونه