د عراق د اربیل په ښار کې د امریکا پر پوځي‌ هډې راکټي برید شوی

د عراق په شمال کې د اربیل په ښار کې د امریکا د پوځي‌ هډې ترڅنګ راکټونه لګیدلي دي

1500440
د عراق د اربیل په ښار کې د امریکا پر پوځي‌ هډې راکټي برید شوی

د عراق په شمال کې د امریکا د پوځي هډې ترڅنګ راکټونه لګیدلي‌ دي. 

پدې برید کې د ځاني‌ زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي‌.

د عراق د شمال د فدرالي حکومت د کورنيو چارو وزازت ويلي دي چې د اربيل په نړيوال هوايي ډګر ۶ راکټي بريدونه شوي دي. دا راکټونه د نينوا د سيمۍ شيخ امير د سيمې د حشد الشعبي ډلې لخوا توغول شوي دي. 

د ویلو ده چې د روان میلادي‌ کال د جنوري په دریمه نیټه د عراق په پلازمینه بغداد  کې د هوايي ډګر ترڅنګ د عراق د قدس ځواکونو په قومندان قاسم سلیماني‌ او د حشد الشعبي ځواکونو د مرستیال مهندسي د موټر پر کتار د امریکايي ځواکونو لخوا برید وشو چې په نتیجه کې سلیماني‌ او مهندسي په ګډون لسو تنو ژوند د لاسه ورکړ.

ددې پيښې نه وروسته وخت نا وخته د امریکا پر سفارت او پوځي  هډو راکټي بریدونه کیږي.


پيوندونه: #اربیل , #عراق

اړوند خبرونه