په بغداد کې د امریکا پر سفارت توغندیز بریدونه شوي
د عراق په پلازمینه عراق کې تر ټولو پر مهمې پر زرغون سیمې توغنديز بریدونه شوي دي.
1490686
د ویلو ده چې توغندي د امریکا سفارت ته نږدې غورځیدلي دي. ځینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د توغندیو نه یو د امریکا د سفارت پر پوځي برخې لګیدلی دی.
د عراق د امنیتي سرچینو د خبر له مخې توغندي د امریکا سفارت ته نږدې لګیدلي دي. پدې بریدونو کې د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.
ویل کیږي د بریدونو او چاودنو غږونه د بغداد په یو زیات شمیر سیمو کې اوریدل شوي دي.
د برید نه وروسته د امریکا د سفارت د خطر زنګونه په غږیدو شو. ځینو سرچینو ویلي دي چې ځیني راکټونه د امریکا د سفارت د دفاعي سیستم لخوا په هوا کې شنډ کړی شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د بغداد په زرغون سیمه کې ډیری بهرنیو هیوادونو سفارت خانې، وزارت خانې او دولتي ارګانونه شتون لري.